کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر
د کندز سپين زر فابريکې د بيا فعاليدو لپاره نوې ماشينونه پيرودل شوي دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: دغه ماشينونه د ١٢٠ زره امريکايي ډالروپه ارزِښت د افغانستان او ازبکستان هېوادونو د هوکړه ليک له مخې د يادې فابريکې د بيا فعاليدو په خاطر پيرودل شوي او کندز ته انتقال شوي دي.
دکندز دولايت مقام سرپرست حشمت الله رحيمي وويل د ٥ نويو ماشينونو په درولو سره به دغه فابريکه خپل فعاليت له سره پيل کړي.
د کندز د سپين زر تصدۍ رييس ذبيح الله زاهد وويل؛ دغه پنځه نوي ماشينونه په ٢٤ ساعتو کې د لسو تنو غوړيو توليد ظرفيت لري.
هغه زياته کړه په تيرو دوو مياشتو کې د سپين زر شرکت تصدۍ فعاليت نه درلود
پاى \ ذ