خبرونهTOPروغتیا

د کندز د عامې روغتيا رياست مسوولینو خپلې ستونزې د عامې روغتيا وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد کندز ته په سفر کې د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست له مسوولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې وکړ.

ډاکتر عباد زیاته کړه، چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو نسبت په تېر درې کلونو کې په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي او هڅه کوي په هېواد کې د روغتیا برخې ټولې ستونزې حل او ورته رسېدنه وکړي. 

نوموړي کندز ولایت ته د خپل سفر موخه د دغه ولايت له روغتیايي برخې څخه لیدنه او د اړوندو مسوولینو ستونزې اورېدل یاد کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د روغتیايي مرکزونو په ځانګړي ډول د ډاکټرانو معاشونو ستونزې به هوارې شي. 

د عامې روغتيا وزارت سرپرست دغه راز د کندز عامې روغتيا رياست له مسولینو سره په ګډه د کندز حوزوي روغتون، انتاني روغتون او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو څخه هم لیدنه او کتنه وکړه.‌

ورته مهال د دغه  ولایت د حوزوي روغتون یو شمېر ډاکترانو هم دغه ولايت ته د نوموړي له راتګ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د معاشاتو، تشکیل او د حوزوي روغتون تجهیز او لوړونې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته