د کندز د سپین زر تولیدي کارخانه بیا فعاله شوه

کابل / د مرغومي٢٣ مه / باختر
د کندز د سپین زر تولیدي کارخانه له ۲۵ کلونو وروسته د ۱۲۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه او په فعالیت یې پیل وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه کارخانه په ۲۴ ساعتو کې د لسو ټنو غوړیو د تولید ظرفیت لري او د زغرغوړي د تولید ترڅنګ کنجد، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.
د سپین زرکار خانه د دې ترڅنګ چې د کندز د خلکو اړتیاوې پورې کوي، د دغې کارخانې تولیدي محصولات ګاوندیو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
د کندز د سپين زرکارخانه چې له کلونوکلونو راپدېخوا فعالیت نه کاوه، د مسوولینو د یو هوکړه لیک پر بنسټ د دغې کارخانې د بیا فعالولو لپاره پنځه ماشینونه له ازبکستان څخه وپېرل.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته