کابل باختردتلې د مياشتې ٢٢ :
د کندز د جګړو له بېځايه شويوکسانو سره د تخار د والي دويمه مرسته وليږل شوه.
په دغو مرستوکې سل بورۍ وريجې، سل بورۍ اوړه او سل بوشکې غوړي شته چې د ډاکتر ياسين ضيا په شخصي پيسو برابرې شوې دي.
د تخار والي ډاکتر ياسين ضيا له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې دغه مرستې کندز ته ليږدولې شوې چې په اړوکسانو وويشلې شي .
ده وويل، هلې ځلې کوي چې د کندز د وروستيو جګړو له مصيبت ځپلو سره زياتې مرستې وکړي او د نورو بنسټونو او افرادو مرستې راټولې او وليږي.
دغه راز ويل کيږي اتلس زره سي سي وينه چې د کندز د خلکو له خوا د کندز د جګړې ټپيانو ته ورکړى شوې وه ، کندز ته ليږدولې شوې ده.
0 1 دقیقه لوستل