خبرونهامنیت

د کندز د امنیې قوماندانی د نشه یي توکو روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

 کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په همکارۍ د کندز له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت کار کوونکو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ نن پای ته ورسید.

له نشه يي توکو سره د مبارزې ولایتي رئیس مولوي جانان عزیزي باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ورکشاپ کې د کندز د امنیې قوماندانۍ  د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارکوونکو ته د مجرمینو د نیولو پر مهال له  هغوی سره د چلند، د مجرمینو په مسلکي توګه د څېړلو او د مجرمینو دوسیو د ترتیب او چمتو کولو په برخه کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس جانان عزيزي وويل، چې ټاکل شوې ده له  نشه يي توکو سره  د مبارزې مديريت د کارکوونکو د مسلکي کېدو په برخه کې بايد اغېزمن او ارزښتناک ګامونه پورته شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته