امنیت

د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې طالبانو ته د سر زيان واوښت

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٤
دملي دفاع وزارت مقامات وايي: دوه ويشت تنه تروريست طالبان په کندز ولايت کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دوه ويشت تنه تروريست طالبان چې د کندز ولايت په مربوطاتو کې يې په زياترو نا امنيو کې رول درلود؛ ددغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات چې د مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد اجرا شول؛ د دغې ولسوالۍ ١٨ کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک شول او امنيتي ځواکونو په دغه ځاى کې ميشت دي.
  په دغو عملياتو کې لس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او يو شمېر نور هم ونيول شول او يوه اندازه وسله،  د وسلو مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
د يوبل خبرله مخې: د هرات او ارزګان د ولايتونو په مربوطاتو کې د دغو ځواکونو په ورته عملياتوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د وسلو يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي او د قندهار ولايت د ميانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو.
دغه راز په دغو عملياتو کې د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى کله چې يې غوښتل نهه کيلوګرامه اپين قاچاق او وليږدوي؛ هم نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته