کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥
د قندهار ولايت د سوداګرۍ خونې د کندز ولايت د عامې روغتيا له رياست سره د دوه پنځوسو کارتنو درملو مرسته وکړه.
د کندز ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر سعد مختار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دقندهار ولايت دسوداګرۍ خونې دکندز د وروستۍ جګړې د ټپيانو د درملنې په مقصد د پنځوسو کارټنو ډول ډول درملو مرسته د کندز ولايت د عامې روغتيا رياست ته سپارلې ده .
ده زياته کړه: په ټوليزه توګه شل قلمه درمل به چې ارزښت يې يو مليون افغانۍ کيږي؛ د کندز په روغتونونو وويشل شي.
ويل کيږي پخواهم يو شمېر موسسو د کندز ولايت د عامې روغتيا له رياست سره مرسته کړې وه.