د کندز توليدي کارخاني د دولت ملاتړ ته اړتيا لري

کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په کندز ولايت کې  د پلاستيکي پيپونو د توليد کارخانې بريالۍ شوي دي چې په وروستيو کلونو کې د دغه ولايت او د ګاونډيو ولايتونو د بازار اړتياوې تامين کړي.
په کندز کې د پلاستيکي نلونو د جوړولو دکارخانې مسوول ذبيح الله  زاخيلوال د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل ؛ په دې دولتي کارخانه کې په ورځ کې زر متره پلاستيکي نلونه  توليديږي .  خو که چيرې دولت د دوي ملاتړ وکړي کولاى شي  چې خپل توليدات نور هم زيات  کړي.
ده زياته  له هغو ستونزو او چلنجونوسره سره  چې په دې وروستيو وختو کې په کندز کې رامنځته شوي دي او په دغه ولايت کې د کار او پرمختګ بهير ته يې زيان رسولى دى  دکارخانو يوشمېر خاوندانو وکولاى شول په دغه ولايت کې  خپلو توليداتو ته دوام ورکړي.
زاخيلوال له دولت څخه  غوښته کوي چې په دغه ولايت کې  صنعتي ښارګوټى جوړ کړي.
په  همدې  حال کې د کندز د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مسوولين هم مني چې په دغه ولايت کې زياتې توليدي کارخانې د دولت ملاتړ ته اړتيا لري. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته