ټولنه

د کندز بېځايه شوي کسان: زموږ دردونه او کړاوونه واورئ

کابل باختردتلي اتلسمه :
د کندز ولايت يوشمېر بېځايه شويوکسانو نن د ملي شورا په وړاندې د يوې غونډې په ترڅ کې د خپلو ستونزو د حل کولو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
اعتراض کوونکي چې په دې وروسيتو وختوکې له کندز ښارڅخه کابل ته راغلي دي؛ وايي چې دوى شپه د خيرخانې په غاښي کې په سړه فضاکې تېره کړه او په داسې حال کې چې کابل او د هيواد نورو ولايتونو او ښارونو ته د کندز د بېځايه شويوکسانو شمېرمخ په زياتيدو دى؛ خو له دوى سره هيڅ راز مرسته نه ده شوې او د دغه شان حالت دوام کولاى شي ځينې ماشومان، ښځې او بوډاګان چې د کندز له جګړو څخه تښتيدلي دي؛ زيانمن وي.
اعتراض کوونکو وويل چې دوى د ملي شورا په وړاندې راغونډ شوي دي چې اوريدونکي غوږ د دوى کړاو او چيغې واوري او د دوى د ستونزو او کړاوونو په حل کولو لاس پورې کړي .
دوى دغه راز يوشمېر وکيلانو ته خبردارى ورکړ چې بايد د دوى له موقف او دريځ څخه په سليقوي ډول استفاده ونه شي .
د يادونې وړ ده چې په وروسيتو ورځو کې ١٢زره کورنۍ د جګړو او د امنيتي ګواښونو له امله له کندز څخه کابل او نورو ګاونډيو ولايتونو ته بېځايه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته