کابل باختر د ثور ديرشمه :
د روشن د فوتبال د غوره ليګ انتخاباتي سياليو پرون په شمال ختيځ زون کې په دوو لوبو سره دوام وکړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د بغلان ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د تخار ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې د کندز ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د بدخشان پر ټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ د آمو د څپو ټيم ته د غوره څيرو د انتخاباولو په مقصد د څلورو ټيمونو ترمنځ له دوو ورځو راپديخوا په کندز ولايت کې پيل شوې دي .