ټولنه

د کندزښار دعمومي کانال د پاکولو کارپيل شو

کندز/ د وږي ٣١مه / باختر د کندز له پېښو سره د مبارزې رياست نن د کندز ښار د عموي کانال د پاکولو کار پيل کړ. د کندز له پېښو سره د مبارزې رييس محمد کريم کريم د باخترژانس سيمه ييزخبريال بريالى همنوا ته وويل دا اداره د کندز ښار له درې سوه فاميليو څخه تر چرمګرۍ سيمې پورې د بيړنيو حالاتو له بودجې څخه پاکوي. هغه زياته کړه دغه سيمې زيانمنونکي سيمې دي چې د کال په بېلابېلو موسمونو کې کانال ته څېرمه د استوګنې کورونه د اوبو د پورته کېدو له امله تر ګواښ لاندې دي . پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته