د کندزپوهنتون د يوشميراستادانو علمي اثارپرانستل شول

کابل باختردوږي دمياشتې٣١نيټه :
دکندز پوهنتون داستادانو دعلمي اثارو يوولس عنوانه کتابونه پرون په دغه ولايت کې ديوې غوڼدې په ترڅ کې پرانستل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسب جوړه شوې وه د کندزپوهنتون رييس ډاکترخيبرسيفي وويل : دغه يوولس عنوان کتابونه د حقوقو ، د فارسي درې د ژبي او ادبياتو، د کيميا ،بيولوژي او کرنې په څانګو کې دکندزپوهنتون داستادانو د زحمتونو او تحقيقاتو په نتيجه کې ليکل شوي دي.
دغه راز د کندزوالي عبدالجبارنعيمي د کندزولايت د استادانو د دغې لويې لاسته راوړنې له امله هغوى ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې محصلان وکولاى شي دخپلو زده کړو د کچې په لوړولو کې له هغوڅخه په اغيزمن ډول استفاده وکړي.
پاى ذکرالله