اقتصاد

د کندزپه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو ويش پيل شو

کندز باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
د کندز ولايت په بزګرانو نن د اته سوه ټنه اصلاح شويو غنمو د ويش بهير پيل شو.
د دغواصلاح شويو غنمو د ويشلو په غونډه کې د کندز ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس محمد نبي رووفي وويل چې اته سوه ټنه اصلاح شوي غنم ددغه ولايت د مرکز او ولسواليو په څه ناڅه شپاړلسو زرو بزګرانو چې پخواد کرنيزو  کوپراتيفونو له خوا دغه رياست ته معرفي شوي وو؛ په سلو کې د شپتو په تخفيف سره ويشل کيږي.
دغه راز يوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو تخمونو د ويشلو هرکلى وکړ او ويې ويل   چې دغه غنم کافي نه دي او له دولت څخه يې وغوښتل چې يوه زياته اندازه اصلاح شوي غنم او کيمياوي سره په دوى باندې وويشي .
پاى ج   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته