د کم عمره افغان نجونو د فوټبال لوبډله تاجکستان ته رسېدلې

کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې له شل کلونو د کم عمره افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډله تاجکستان ته رسېدلې ده.
افغان لوبډله به د مرکزي آسیا په سیالیو کې برخه واخلي.
د فوټبال فدراسیون وایي چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ر جون میاشتې په ۱۱مه له ازبکستان سره ترسره کړي.
د مرکزي آسیا له شل کلونو د کم عمره نجونو دا سیالۍ چې د کرونا له بحران وروسته د لومړي ځل لپاره پیلېږي، د افغانستان ترڅنګ په کې، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان برخه لري.
دا سیالي به د لیګ په بڼه په ۷ ورځو کې پای ته ورسېږي.
د یادولو وړ ده چې د ترکمنستان لوبډلې په دې سیالیو کې د کرونا له امله برخه نه ده اخیستې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته