د کمال خان بند د محافظتي کنډک سرتېري له مسلکي، عقیدوي او نظامي زده کړو څخه فارغ شول

کابل، د مرغومي ۸مه، باختر
د نمیروز ولایت اړوند د کمال خان بند محافظتي کنډک ګڼ شمېر سرتېري له يوې میاشتنۍ عقيدوي، مسلکي او نظامي زده کړو څخه فارغ شول.
د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د کمال خان بند د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د وینا پرمهال په بېلابېلو برخو کې د مجاهدینو پر لا ښه روزلو ټينګار کړی او دوی يې د معسکراتو په ترسره کولو مکلف بللي دي.

Ps202412237
هغه له مجاهدينو څخه غوښتنه کړې، چې خپلو شرعي موخو ته د رسېدو لپاره د ټولو اسبابو په اړه لازمه پوهه پيدا کړي.
د نیمروز والي فارغ شويو مجاهدینو ته په خطاب کې ویلي چې له کبر او غرور څخه ځان وساتي، له خلکو سره ښه رويه وکړي او خپل ژوند په صالحه اعمالو باندې برابر کړي.
قاسم همدارنګه له مجاهدینو څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد له سرحدونو او ملي شتمنیو څخه په کلکه دفاع وکړي او خپل ورسپارل شوي مسوليتونه په پوره ايماندارۍ او صداقت سره ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې تازه فارغ شویو سرتېرو هم په یادو مراسمو کې ژمنه کړې، چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په ښه توګه ادا کوي او په دندو کې به غفلت ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته