د کمال خان بند د دريم پړاو تدارکاتي کار پيل شو

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٦ :
دکمال خان بند د دريم پړاو د جوړولو کار پيل شو.
د کمال خان بند د هلمند په سمندري حوزه کې د هېواد يو ډير مهم بند بلل کيږي   چې په  جوړيدو سره به يې د هېواد په  جنوب لويديځ کې د کرکيلې او د بريښنا د توليد په برخوکې  زيات انکشافات رامنځته شي .
د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ددغه وزارت دمالي او اداري معينيت سرپرست انجنير عبدالبصير عظيمي پرون د پروژې د تړون د لاسليک کولو په وخت کې د کمال خان بند د دريم پړاو  دپيلولو په اړوند وويل چې تريوې مياشتې پورې دکمال خان بند ددريم فاز ټول تدارکاتي بهير بشپړيږي او د دغې پروژې کار به د يو قرارداد په لاسليک کولو سره پيل شي.
دکمال خان بند دنيمروز ولايت د چاربرجک ولسوالۍ د شمال  په ١٨ کيلو مترۍ واټن کې د هلمند سيند په وړاندې جوړيږي. دغه ځاى د نيمروز ولايت له مرکز  زرنج ښار څخه  ٩٥ کيلومتره واټن لري او د کمال خان بند د جوړولو په کارکې درې پړاوونه شامل دي چې دوه پړاونه يې بشپړ شوي دي .
د انرژۍ او اوبو د وزير انجنيرعلي احمد عثماني د څرګندونوله مخې: د دغه بند دويم پړاو له پنځوسو کلونو وروسته بشپړ شوى دى او اوس د هغه د دريم  پړاو د جوړولو کار تدارکاتي پړاونو ته رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته