د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت وياند: د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په هېوادکې د ٨٩١ کيلومترو په اوږدوالي سړکونه پاخه شوي دي .

د فوايد عامې وزارت وياند: تر اوسه پورې په هېوادکې لس زره کيلومتره سړکونه پاخه شوي دي
 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٥ :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا او د فوايد عامې د وزارتونو  وياندويانو نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د هېواد د ٣٤ولايتونو په کليو او ولسواليوکې په سلګونو کيلومتره سړکونه پاخه او کريړ پرې اچول شوى دى.
دغو وياندويانو چې د خپلو اړوندو ادارو شپږ مياشتني اجراات يې له خبريالانو سره شريک کړل؛ له دغو مسئلو سره اړيکې ونيولې .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه  کې چې په همدې مناسبت د حکومت د رسنيو په مرکزکې جوړه شوې وه؛ د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي وويل چې دغه وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د روان کال په شپږو مياشتوکې د هېواد د ٣٤ ولايتونو په  ٢٤٧ولسواليوکې ٨٩١ کيلومتره سړک پوخ او کريړ پرې اچولى دى .
ده دغه راز زياته کړه: د کليو د بيا جوړولو او پراختيا  وزارت په همدې موده کې   ٨١٩ متره پلونه او ١٥٨٧کيلومتره سړکونه په ټول هېوادکې تر ساتنې او څارنې لاندې نيولي دي.
د ده د څرګندونوله مخې: د دغې پروژې په تطبيق سره په  ٢٤٧ ولسواليوکې   ١٣٩٨ کلي له يوبل سره نښلولي دي. 
دفوايد عامې وزارت وياند مهدي روحاني هم د دغه وزارت کړه وړه  او برياليتوبونه په ډاګه کړل او ويې ويل چې د فوايد عامې وزارت د کليوالي  لارو  جوړولو ادارې  په  ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د فوايد عامې وزارت په  چوکاټ کې خپل کار پيل کړى دى او تر اوسه پورې يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونوکې د څه د پاسه  لسو زرو کيلومترو په اوږدوالي سړکونه جوړ کړي دي چې کابو زر کيلومتره يې پاخه شوي او نور يې دويمه درجه سړکونه دي .
ده څرګنده کړه چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې٤٥٠٠ متره پلونه او اته هوايي ډګرونه بيا جوړ شوي دي .
ده زياته کړه چې په روان کال کې د  ٥٩٤ کيلو مترو په اوږدوالي د سړکونو پخول په پروګرام کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته