کابل، د وږي ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي، د يوه پلاوي په مشرۍ د جام تاریخي منار د وضعيت د څېړلو په موخه غور ته سفر کړی دی.
ویل شوي چې په ياد پلاوي کې د کلتور او هنر له معين سره، د تاريخي آبداتو د ساتنې رئيس انجنير محمد حسیب نسيمي او د دغه رياست د مسلکي انجنيرانو تخنيکي ټيم ملتيا کوي چې د جام لرغوني منار د وضعيت څېړنه ترسره کړي.
ټاکل شوې ده ياد پلاوی د دغه سفر په بهیر کې، د جام تاریخي منار د وضعیت د څېړلو ترڅنګ، په غور کې د فرهنګي او تاريخي آبدو وضعیت هم له نږدې وڅېړي.
18 د یوې دقیقې څخه لږ