خبرونهورزش

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ سویلي افریقا دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د روان ۲۰۲۴ ز کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په لړ کې تېره شپه سویلي افریقا بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه.

په دغې لوبه کې لومړی سویلي افریقا توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ‍۱۱۴ منډې هدف ورکړ.

اخوا بنګله دېش لوبډلې د دغه هدف په ځواب کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۹ منډې وکړې او لوبه یې د ۴ منډو په توپیر وبایلله، چې په دې سره سویلي افریقا دوهم پړاو( د ۸ غوره لوبډلو) ته لاره ومونده.

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د روان ۲۰۲۴ ز کال نړیوال جام په څلورو ګروپونو کې پلان شوی، چې په هر ګروپ کې پنځه لوبډلې یو له بل سره سیالي کوي، چې له ډلې به یې له هر ګروپ څخه غوره لوبډلې ۸ غوره لوبډلو ته لاره مومي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په خپل ګروپ کې تر دې دمه دوې لوبې کړې او دواړې یې ګټلي، چې په خپل ګروپ کې تر نورو مخکښ دی او د څلورو نومرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته