خبرونهTOPورزش

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلنډ ته هم ماتې ورکړه

کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په دوهمه لوبه کې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د غوره توپوهنې په پایله کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې د رحمن الله ګربز تر ټولو ډېرې ۸۰ مندې او ابراهیم ځدراڼ ۴۴ منډې جوړې کړې.

اخوا نیوزیلنډ لوبډله بیا د دغه هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي يې په ۷۵ منډو کې وسوځېدل.

په توپ اچونه کې بیا د افغانستان لپاره راشد خان او فضل الحق فاروقي ۴ -۴ او محمد نبي بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

‏ټاکل شوې افغانستان په روان نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه د روانې زیږدیزې میاشتې په ۱۴ نېټه د پاپوا نیو ګینه پر وړاندې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته