ورزش

د کرکټ ملي ټيم د ايرلند له ټيم سره لوبه وکړه

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د افغانستان دکرکټ ملي ټيم نن په عربي متحده اماراتوکې د ايرلند د کرکټ له ټيم سره لوبه پيل کړه .
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کرکټ يو ورځنې نړيوالې سيالۍ چې په عربي متحده اماراتو کې پيل شوې؛ د هيواد دکرکټ ملي ټيم خپله دويمه يوه ورځنې لوبه نن د ايرلند له ټيم سره پيل کړه.
د هوتک دڅرګندونو له مخې: د هيواد ملي ټيم د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سکاتلند له ټيم سره ترسره کړه چې د اسکاتلند د ټيم له خوا ٢٣٨ ټاکل شوى هدف يې په ٤٥ اورونوکې د دوو لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ او ګټوونکى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته