ورزش

د کرکټ شپږيزې سيالۍ دوام لري

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
د اژدهاى بند امير او د بست ساتوونکو د کرکټ د شپږيزو لوبو په دويم پړاوکې خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.
دباختر آژانس د خبر له مخې: د شپږيزو په نامه دکرکټ شل اوريزې سيالۍ د هيواد له پنځو زونونو څخه د پنځو ټيمونو په ګډون د سه شنبې په ورځ د زرګونو تنو ننداره کوونکو په وړاندې دکرکټ په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې.
په لومړيو لوبوکې د اژدهاى بند امير ټيم د سپين غر د کرکټ ټيم او د عينکو د مسو دکرکټ ټيم د بست د ساتوونکو د کرکټ ټيم ته ماتې ورکړه. خو ددغو سياليو په دويمه ورځ د چهارشنبې په ورځ د اژدهاى بند امير ټيم د آمو نهنګانو د کرکټ ټيم ته په ماتې ورکولو سره خپل دويم برياليتوب ثبت کړ او په بله لوبه کې د بست د ساتوونکو د سپين غړ د زمريانو د کرکټ ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د پنځو ټيمونو ترمنځ اته ورځې دوام کوي. په دغو سياليوکې د اژدهاى بند امير، د بست د ساتوونکو، د سپين غر د زمريانو، د عينکو د مسو او د آمو د نهنګانو ټيمونو ګډون کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته