خبرونهورزش

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ هند، پاکستان پر ګونډو کړ

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر

د روان ۲۰۲۴ ز کال د شل اوریز نړیوال جام په نولسمه لوبه کې هند، پاکستان ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دغه لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هند توپوهنه پیل کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۲۰ منډې هدف ورکړ.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې نسیم شاه او حارث رووف ۳ -۳ او محمد عامر دوه لوبغاړي وسوځول.

اخوا پاکستانۍ لوبډله بیا د ورکړل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه یې د ۶ منډو په توپیر وبایلله.

د هند لپاره په توپ اچونه کې جسفرېټ بومرا ۳، هارډېک پانډیا ۲ او اکسر پټېل یو لوبغاړی وسوځاوه.

له دې وړاندې په روان شل اوریز نړیوال جام کې پاکستان د امریکا له ملي لوبډلې څخه هم په سوپر اور کې ماتې خوړلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress