د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د ټیم لوبغاړي چمتو کیږي

کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
د کرکټ  د نولس کلنو ځوانانو د سیالیو جام په بنګله دیش کې د تلې د میاشتې په شپږمه نیټه ترسره کيږي . په همدې دلیل د هېواد د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ټیم لوبغاړو تمرینونه پیل کړي دي.
د کرکټ بورد ویاند  فرید هوتک د باختر اژانس خبریال ته وویل: په دغو سیالیوکې د هېواد د کرکټ ټیم په د نیپال، هند او عربي متحده اماراتو د هېوادونو له ټیمونو سره لوبې وکړي .
د ده د څرګندولو له مخې: د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ټیم د آسیا د نولس کلنو ځوانانو په سیالیوکې له ګدون مخکې د لکنوو په ښارکې یو لړ تمریني لوبې هم پيل کړې دي . 
ختم/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته