د کرونا واکسين پر هغو کسانو تطبيقېږي چې ډېر زيانمنوونکي وي

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح وايي چې د کرونا واکسين پر هغو کسانو تطبيقېږي چې د کووېډ-١٩ ناروغۍ پر وړاندې ډېر زيانمنوونکي وي.

هغه زیاته کړه: هغه کسان چې له ۵٠ کلونو څخه زيات عمر لري، ښوونکي، استادان، د ګڼ مېشتو ساحو دولتي او خصوصي کارکوونکي، بنديان، کوچيان، د کمپونو اوسېدونکي، راستنېدونکي او د بې وزلو سيمو اوسېدونکي بايد په لومړي ګام کې د کرونا پر وړاندې واکسين شي.

ډاکټر مجروح ويلي دي: که چېرې په یادو کټګوريو کې شامل ياست؛ ډېر ژر ځان واکسين کړئ او بايد وويل شي چې پر اميدوارو مېرمنو او له ۱۸ کلنۍ څخه کښته عمر لرونکو کسانو د کرونا واکسين نه تطبيقېږي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته