سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کرنې وزارت معین د ترکیې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د ترکیې د اسلامي همکاریو د سازمان د بشري مرستو د څانګې له رییس خلیل ابراهیمي سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوی صدراعظم عثماني وویل، چې د افغانستان کروندګر او مالداران لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او اړتیا ده، چې د کروندګرو او مالدارانو پر پښو د درولو په پار د دوی لاسنیوی وشي.

عثماني زیاته کړه، چې د امارت په بریا سره د نشه یي توکو کښت بند شوی او خلک حلال کښت ته مخه کړې، نو اړتیا ده چې خیریه بنسټونو او مؤسسې دې د دې هېواد له بزګرانو سره مرستې او همکارۍ وکړي ترڅو له بېوزلۍ او ستونزو خلاص شي.

په پای کې د ترکیې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د څانګې مشر خلیل ابراهیمي له افغان بزګرانو او مالدارانو سره د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته