د کرنې وزارت معين: هغه پیسې چې د افغانستان خلکو ته ځانګړې کېږي، باید په شفاف ډول ولګول شي
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت،
د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدر اعظم عثماني د اروپا اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د کوکنارو کښت او بدیلونو، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د افغان محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پروژو تطبیقي بهیر د آسانه کولو او له بزګرانو او مالدارانو سره د همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛
په دې کتنه کې مولوي عثماني د اروپایي اتحادیې له لوري د تمویل کوونکو مؤسسو لخوا د ځینو پروژو پر تطبیق نیوکه کړې او ویلي يې دي: “هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړې کېږي، باید په شفاف ډول ولګول شي؛ څو خلکو او بزګرانو ته ډېرې ګټې رامنځته کړي. له بده مرغه، د ډېرو پروژو لګښتونه په اداري مصارفو لګېږي او مطلوب خدمتونه په سمه توګه خلکو ته نه رسېږي.”
هغه زیاته کړې ده: “په افغانستان کې د کوکنارو کښت په نشت حساب دی او باید د بزګرانو ملاتړ وشي او همدارنګه د کوکنارو د کښت لپاره باید مناسب بدیلونه وړاندې او ترویج شي.”
د اروپا اتحادیې ځانګړي استازي هم، په افغانستان کې د دې اتحادیې لخوا د تطبیق کېدونکو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ویلي يې دي: “موږ اوسمهال په افغانستان کې د شاوخوا ۴۴ میلیونه یورو په ارزښت د پروژو د تړونونو پر بنسټ همکاري کوو چې شاوخوا یو میلیون وګړي به ترې ګټه واخلي.”
هغه د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکری دی.