د کرنې وزارت له لوري د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون پرانیستل شو
کابل، د غوايي ۱۳مه، باختر
د کرنې وزارت له لوري نن په پلازمېنه کابل کې د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون نن د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.
د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند له لوري په همدې تړاو د خپاره شوي پیغام په یوه برخه کې راغلي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې بزګرانو او مالدارانو ته لازمې اسانتياوې رامنځته کړي، ترڅو اقتصادي ځان بسياينې ته لاره هواره شي، ځکه چې کرنيز سکتور په اقتصادي ځان بسياينه کې د پام وړ رول لري.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادرد اخوند د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د کرنې په برخه کې له معاصرې ټيکنالوژۍ څخه د ګټې اخيستنې او د اړتيا وړ معياري کرنيزو توکو د توليد په موخه د اسلامي امارت ګړندۍ هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، چې د اقتصادي ځان بسياينې په ځانګړي ډول کرنيزه برخه کې د خودکفايۍ په موخه د اوبو مدیریت او له دغه مشروع حق څخه د سالمې استفادې په موخه شپه ورځ هڅې کوي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې د کرنې د ودې لپاره اسانتیاوې برابرول اړين دي او د کرنې وزارت دې ته په کتو د کرنې د ميکانيزه کولو په موخه بايد کار وکړي او په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې د صادراتو او وارداتو توازن ته بايد جدي پاملرنه وشي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او نور خدماتو وړاندې کولو په موخه د پام وړ کار شوی او په دې برخه کې لا ډېرو هڅو ته اړتيا ده.
په همدې حال کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت اقتصادي برخې په ځانګړې توګه د کرنې سکټور ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې یوه یوه چکډم جوړولو ترڅنګ د ګڼو نورو اړوندو پروژو عملي چارې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنيزو محصولاتو په دې څلور ورځني نندارتون کې۲۶۳ غرفې شتون لري، چې له دې ډلې څخه ۵۶ يې د مېرمنو لاسي صنايعو ته ځانګړې شوې دي.