خبرونهاقتصادTOP

د کرنې وزارت سرپرست د افغانستان د مېوو له ملي ټولګې څخه لیدنه وکړه

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ننګرهار ولایت په ششم باغ څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مېوو له ملي ټولګې “کلکسیون” څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې د فارم کارکوونکو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د فارم ځینې اړتیاوې یې د کرنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.

د شپږم باغ کرنیز څېړنیز فارم د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالی کې موقعیت لري چې په کې پر بېلابېلو مېوو د څېړنې او د کرنې او بڼوالۍ د زده کونکو د روزنې لپاره کارول کېږي.

په دغه فارم کې بېلابېل ډوله مېوې لکه مالټه، لیمو، چکو تره، خرما او کینو روزل کېږي، چې مساحت یې ۵۰ جریبه ځمکې ته رسېږي او ۶۶ ډوله مېوه لرونکي ونې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته