د کرنې او د خوړو د خونديتوب د بيړنۍ پروژې دفتر په قندهار کې پرانيستل شو
ابل /دغبرګولې ١١مه /باختر
د کرنې اواوبو لګولو وزارت د اوبو لګولواو د طبيعي زيرمومعين حشمت الله غفوري نن قندهار ته په سفر کې د کرنې او د خوړو د خونديتوب د بيړني پروژې دفتر په دغه ولايت کې پرانيست.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ غفوري وايي چې دغه پروژه د روان کال لپاره څلور سوه ميليونه افغانى بودجه لري او د هېواد په جنوب زون کې د اوبو د بندونو ، د اوبو لګولو د کانالونو، د اصلاح شويو تخمونو د ويشلو، د نويو بڼونو او د مميز خونو او د پيازو او پټاټو د زيرمو د جوړولو په برخه کې فعاليت کوي .
دغه پيسې د نړيوال بانک له خوا تامنېږي.
غفوري ټينګاروکړ چې دغه دفتر په قندهارکې د جنوب زون په کچه فعاليت کوي.
ختم- ج –ا