د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د ازبکستان له سفیر سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په جلا جلا کتنو کې په خپلو کاري دفترونو کې د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفیر اویبیک عارف عثمانوف سره کتلي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د امو سیند له اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د اقلیمي بدلون په برخه کې ګډ فعالیتونه، د پامیر د غرونو د طبیعي یخچالونو د وضعیت ارزونې لپاره د تخنیکي ټیمونو استول، په پولو کې د ناروغیو او افتونو پر وړاندې مبارزه، د مېوو باغونه جوړول او په کرنې کې د نوې ټکنالوژۍ او لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخیستنه هغه موضوعات و، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو ورباندې خبرې اترې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په دغه کتنه کې ټینګار کړی، چې افغانستان د ګډو همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د نوې ټکنالوژۍ او ماشین الاتو د اړتیا یادونه هم کړې او زیاته کړې يې ده، چې په دې برخه کې د کارکوونکو روزنه، د ظرفیتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره ډېره مهمه ده.