د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري له بلاروس سره د عملي همکاریو په موخه پلاوی ټاکل شوی

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل کاري دفتر کې د بلاروس د کرنې او خوړو وزارت له مرستیال شاهویکا وادزیم ویکتوریچ سره کتلي دي.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د کرنې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د متخصصینو د ګډې کاري ډلې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په دغه کتنه کې د مالدارۍ د پراختیا، د لبنیاتو تولید ډېرول، د کرنې میکانیزه کول، د نوو اوبو لګولو لارو چارو دودول، د اوبو لګولو کانالونو جوړول، عصري کرنه، سړوخونو، د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندي، کیمیاوي سرې او د غنمو اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د افغانستان اړتیاوې څرګندې کړي دي.
هغه له بلاروس څخه په دغو برخو کې د همکاریو غوښتنه هم کړې ده.
په ورته وخت کې د بلاروس د کرنې وزارت مرستیال د کرنې په برخه کې د خپل هېواد پرمختګونه له ډلې د کرنیزو ماشینونو برابرول، د نوو اوبو لګولو ټکنالوژۍ او د کرنې میکانیزه کول بیان کړي دي.
نوموړي د دې لیدنې موخه د عملي همکاریو پیل بللی او زیاته کړې يې ده، چې دا سفر د بلاروس د ولسمشر په لارښوونه ترسره شوی دی او د خپل هېواد د کرنیزو څېړنو یوه بسته یې د افغان متخصصینو د ارزونې لپاره وړاندې کړې.
هغه د افغانستان د مېوو او سبو په اړه د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو پراختیا باندې یې ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې د افغانستان د کرنې وزارت یو ټیم د بلاروس سره د عملي همکاریو د پیل لپاره وټاکل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته