خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري پر بزګرانو د سویابینو تخم د وېش په اړه غونډه ترسره شوه

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
پر بزګرانو د سويابينو تخم د وېش په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مرستیال نجیب الله امیرزي او د سویابینو تخم چمتو کوونکو شرکتونو د استازو په شتون کې غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د سویابینو د باکیفیته او معیاري تخمونو د چمتو کولو او د هېواد کروندګرو ته د اړتیا وړ اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې.
هېره دې نه وي، چې سویابین یو له هغو نباتاتو څخه دی، چې خورا لوړ خوراکي ارزښت لري او د هېواد ډېری بزګران یې په کښت بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته