د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لسګونه میلیونه افغانیو په ارزښت له یو شمېر موسسو سره د همکاریو ۶ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له یو شمېر موسسو سره د لسګونه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶ هوکړه لیکونو د لاسلکېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له اکټیډ، د بشري سولې رامنځته کوونکو، د ترحم لښکر، د بشري مرستو همغږۍ، د ښځو د ټولنیزو خدمتونو او د پېاوړتیا او عدالت غوښتنې موسسو سره د ۸۸ میلیونه ۲۰۰ زره ۸۹ ۲ سوه ۲ زره افغانیو او د ۸۱۴ زره ۳۹ ډالرو په ارزښت د همکاریو ۶ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
یادې موسسې به د دغو هوکړه لیکونو له مخې پورتنۍ پیسې په کابل، ننګرهار، هرات، کندز، میدان وردګ، کندهار او بلخ ولایتونو کې د پلو لارو جوړولو، د اوبو رسونې شبکو، د برېښنا سیستم، د استنادي دېوالونو جوړولو، ښوونځي، ګلخانو، د اوړۍ اوبدلو وسایلو وېش، د شاتو مچیو، نغدي مرستو ملاتړ، خوراکي توکو، د ماشومانو بیامېشتېدنې، د ۴ ټولنیزو مرکزونو ملاتړ، د کار په بدل کې پیسو، د خوارځواکۍ د کڅوړو وېش او د بڼوالۍ د وسایلو په برخو کې لګوي.
د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت تر دې وړاندې هم له یو شمېر نور موسسو سره څو تړونونه لاسلیک کړي وو.