خبرونهسیاستاقتصادTOPښوونه او روزنه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل پوهنتون چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو ناسته وکړه

 کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مولوي عطاء الله عمري نن په خپل کاري دفتر کې د کابل پوهنتون له رییس ډاکټر اسامه عزیز او د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له رییس پوهنمل صفي الله جوهر سره وکتل.

په دې کتنه کې د کرنې وزارت د څېړونکو او د پوهنتون د استادانو ترمنځ د ګډې څېړنې، د دوو بنسټونو د اسانتیاوو د شریکولو، په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې د علمي مقالو د خپرېدو، د ولایتونو د کرنې ریاست او د لوړو زده کړو د پوهنځیو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو، د هېواد خوړو خوندیتوب او ځان بسیاینې په پار د نظرونو شریکولو او همغږۍ په موخه د کابل پوهنتون د پروفیسورانو او متخصصینو ګډې کمېټې پر جوړولو خبرې اترې وشوې.

د یاد وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په دغه کتنه کې وویل: (زموږ موخې يو دي، زه د کرنې وزارت د مسوول په توګه له کابل پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوم، غوره ده چې د دوه اړخیزو همکاريو هوکړه ليک ولرو).

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رییس ډاکټر اسامه عزيز وويل: (غواړو، چې علمي او عملي فعاليتونه سره يو ځاى شي او دا کار د کابل پوهنتون او د کرنې وزارت له لارې ترسره کېږي، موږ په بېلابېلو برخو کې له کرنې وزارت سره همکاري کوو).

د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  چارواکو په دغه کتنه کې ډاډ ورکړ، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د څېړنو او د نباتي او حیواني ناروغیو د درملنې په موخه د کابل پوهنتون له استادانو او متخصصینو سره همغږی دی او د خپلو پروژو په پلي کولو کې د کابل پوهنتون د استادانو نظرونه په پام کې نیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته