د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رئیس سره وکتل
![20240224 181511 0000](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/02/20240224_181511_0000-720x470.png)
کابل، د کب ۵مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ترانچارډ او د دغه ادارې د مرستو د جلبولو رییس الکسانډر جانس سره په کابل کې وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې د پراختيا، د ځنګلونو د ساتنې، طبيعي سرچینو، د کرنیزو تخمونو وېش، د ځنګلونو اقتصادي کول، د کرنې عصري کول او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو معیاري کولو په اړه خبرې وشوې.
مولوي عطاء الله عمري په اوسني وضعیت کې له بزګرانو او مالدارانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه:”افغانستان د کرنې په مختلفو برخو( سبزیجات، مېوې، مالدارۍ، د سړو خونو جوړول او د څارویو نسلونو اصلاح) په برخه کې تېرو وختونو هېڅ ګټور کار نه دی شوی، موږ داسې طرحې جوړ کړي، چې په پلې کولو سره یې کولای شو، د دې هېواد نارینه او ښځو ته د کار او بوختیا زمینه برابره کړو، خو؛ زموږ امکانات محدود دي او اړینه ده چې نړیوال مرستندویه هېوادونه او ادارې له موږ سره په دې برخو کې همکاري وکړي”.
مولوي عمري د راتلونکي کال لپاره زموږ پلان دا دی، څو د افغانستان کلیو او بانډو ته عصري او معیاري کرنه او مالدارۍ ورسوو تر څو خلکو او په ځانګړې توګه مېرمنو ته دننه په کور کې د کار زمینه برابره شي.
ورته مهال ریچارډ ترانچارډ او الکسانډر جانس وویل:”دا زموږ انساني دنده ده، چې د دې هېواد اړمنو بزګرانو او مالدارانو لپاره د مرستې جلبولو په موخه لابي ګري او هلې ځلې وکړو”.
نوموړي زیاته کړه:”په افغانستان کې هېڅ ډول امنیتي ستونزه نشتنه او موږ کولای شو، چې د دې خاروې لرو پرتو سیمو ته سفر او کار وکړو”.
په دې کتنه کې دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو د افغانستان له بزګرانو او مالدارانو سره د مرستې او کار کولو په موخه د بېلابېلو هېوادونو پر لېوالتیا هم خبرې وکړې.