د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د غزني له والي سره وکتل
کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د غزني له والي حافظ محمد امین جان عمري او د یاد ولایت له یو شمېر مسوولینو سره په کتنه کې د پروژو د پلې کولو په برخه کې د مرکز او سیمه ییزو ادارو د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار کړی.
دغه وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د غزني والي حافظ محمد امین جان عمري د کرنې وزارت د هڅو ستاینه او په غزني ولایت کې یې د اوبو د مدیریت لپاره د چک ډمونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې غوښتنې د کرنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د غزني والي او ورسره مل پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او هغوی ته یې د کرنې وزارت د امکاناتو په اډانه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
مولوي عطاء الله عمري د روان کال لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کړنو او دغه راز د راتلونکي کال لپاره د دغه وزارت د پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او د غزني ولایت مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې راتلونکي کال کې په غزني او نورو ولایتونو کې ډېرې پروژې پلې کېږي.
په دې کتنه کې د غزني ولایت امنیه قومندان مخدوم عالم او د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد حنیف هم حضور درلود.