نړۍ

د کراچۍ په ښارکې دڅوارلسو تنو ټپي کيدل

کراچۍ جيونيوز باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
د پاکستان په  کراچۍ ښارکې نن د  اور توليدونکو  توکو د چاودنو له امله څوارلس تنه ټپيان شول.
دباخترآ ژانس  دخبرله مخې :   دغه پيښه  دکراچۍ ښار دقصبي په ناحيه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې ناپيژندل شويو کسانو  د  واده  په مراسمو اور توليدونکي توکي وغورځول   چې له امله يې  څوارلس تنه ټپيان شول  او د يو تن   روغتيايي حالت  خراب بلل شوى دى.
دغه راز په   دغه ښارکې  د  تاوتريخوالي  د دوو جلا جلا پيښو له امله يو تن و وژل شو  او څلور تنه نور ټپيان  شول.
په  کراچۍ ښار کې  نا آرامۍ او قصدي وژنې  له څوکلونو را په دې خوا  دوام  لري چې له امله يې دسياسي فعالينو په ګډون په سلګونه تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته