د کران او منجان پر ولسوالى د طالبانو بريد په شا وتمبول شو
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د بدخشان پر کران او منجان ولسوالۍ د طالبانو بريد نن په شا وتمبول شو.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له پرون څخه راپدېخوا د کران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو په کان بريد وکړ چې د دغې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شول او په شاتګ ته اړ شول.
هغه وويل: په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې تراوسه معلوم نه دى او افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم-ج –ا