خبرونهفرهنګټولنهTOP

د کتاب نړیواله ورځ او مطالعې اوونۍ؛ د کابل ښار په ټولو تفریحي پارکونو کې یو یو کتابتون جوړېږي

کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کتاب نړیوالې ورځې او مطالعې اوونۍ په مناسبت ویاړغونډه نن په پلازمېنه کابل کې ترسره شوه.
د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي سعدالدین سعید په یاده غونډه کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د مطالعې کلتور ودې او په دې برخه کې د لا ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او هڅو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې عامه کتابتونونو ریاست رئيس قاري عبيدالله حنيف وویل چې په تېرو کلونو کې د مطالعې کلتور ودې ته د نه پاملرنې له کبله دغه کلتور ډېر پيکه شوی وو، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري دغه چارې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد وویل؛ پلان لري، چې د پلازمېنې په ټولو تفريحي پارکونو کې يو يو کتابتون جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، چې د کتاب لوستنې کلتور د نشتون له کبله اوسمهال ګڼ کابل ښاريان له ښاري کلتور څخه ناخبره دي، چې دغه چارې کابل ښار بدرنګه او ښاروالي له ستونزو سره مخ کړې ده.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي محمد داوود ناظم بیا په دغه غونډه کې څرګنده کړه، چې افغانستان تازه له جګړې راوتلی او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د کتاب لوستنې او په علم د ټولنې سمبالولو لپاره ډېر کار وشي.
د یادونې وړ ده، چې د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د کتاب نړیواله ورځ او د مطالعې اوونۍ ویاړغونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د کتاب لوستنې کلتور د ودې په موخه د هېواد په کچه د کتابونو نندارتونونه او کتابتونونه جوړ کړي او په دې برخه کې یې د پام وړ کار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته