د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين مهاجر فراهي په مشرۍ، د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د خپرونو چارو معین، د کمېسيون د تېرې ناستې د لاسته راوړنو او پرېکړو په اړه هر اړخېزې خبرې کړې دي.
په ناسته کې همدا رنګه د يو شمېر کتابونو په اړه چې تر اوسه نه دي چاپ شوي او یو شمېر نورو چاپ شویو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې دي.
دغه راز ساحوي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې خپلې چارې بیا پیل او د کابل او د هېواد د نورو ولایتونو په کچه له کتابتونونو څخه لیدنه او نظارت وکړي.
ويل شوي چې د کمېسيون په نننۍ ناسته کې، غزني کې د کتابونو د وضعیت او یو لړ نورو مسايلو په تړاو هم بحث او لازمې پرېکړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته