خبرونهفرهنګټولنه

د کتابتونونو د ارزونې کمېټې په بغلان کې ۲۹ غیر اسلامي او غیر ملي منځپانګه لرونکي کتابونه راټول کړي

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر 

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې د کتابتونونو د ارزونې کمېټې په دغه ولایت کې د یو شمیر دولتي او خصوصي کتابتونونو د ارزونې په پایله کې ۲۹ داسې کتابونه راټول کړي، چې منځپانګه یې د اسلامي ارزښتونو او ملي کلتور خلاف وه. 

د یاد ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر د نوموړې کمېټې مسوول مولوي عزت میرحقاني وايي، چې په مرکز پلخمري او ولسوالیو کې یې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو سربېره یو شمېر شخصي کتاب پلورنځي هم کتلي او هغه ۲۹ ټوکه کتابونه یې ترې راټول کړي، چې پلور او لوستل یې منعه بلل شوي دي.

نوموړي له کتاب پلورونکو څخه غوښتنه وکړه، چې هېواد ته د هغو کتابونو له راوړلو څخه ډډه وکړي، چې منځپانګه یې د اسلام او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

د  یادونې وړ ده، چې دا کمېټه د بغلان ولایت مقام په همغږۍ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې چې امرباالمعروف او نهی عن المنکر، پوهنې، استخباراتو او حج او اوقاف ریاستونه یې غړیتوب لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته