د کاپیسا د ولایتي شورا د استازی ساتوونکي ووژل شو
٢٢- کابل / د مرغومي ۱۶ / باختر
د کاپیسا د ولایتي شورا غړی ګل محمد ساتوونکی نن په دغه ولایت کې ووژل شو.
د کاپيسا د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش باخترآژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د دغه ولایت په مرکزصیاد سیمه کې د کاپیسا د ولایتي شورا د غړی ساتوونکی یې په ډزو سره وواژه.
هغه وویل چې تراوسه د دغې پېښې په اړه څوک نه دي نیول شوي او پېښه ترڅېړنې لاندې ده.
پای-ع