د کاپیسا او لوګر له زندانونو څخه ۳۰ زندانیان ازاد او د ۷۶ نورو د بنده موده کمه شوه

کابل د سلواغې ۳مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د کاپیسا او لوګر له زندانونو څخه ۳۰ بندیان ازاد او د ۷۶ نورو د بند موده کمه شوې ده.
د کاپیسا ولایت د استیناف محکمې رییس مولوي عزیز الرحمن یاسر حقاني باختر اژانس ته ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې د دغه ولایت له زندان څخه د ښځو په ګډون ۲۱ بندیان ازاد شول او د ۵۰ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوې ده.
ورته مهال د لوګر ولایت د استیناف محکمې د دیوان سرپرست رییس قاري ذاکر الله جنتي وویل چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان له مخې د دغه ولایت له زندان څخه د دوو ښځو په ګډون ۹ تنه زاندانیان ازاد او د ۲۶ نورو زندانیانو د بند موده کمه شوې ده.
دغه راز ازاد شوي زندانيان د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان هرکلی کوي او وایي، چې دا اقدام زموږ لپاره د اصلاح او نوي پیل یو ښه فرصت دی.