د کاپيسا په مرکز کې د فوټبال پيل شوې سيالۍ د محمد حنيفه رېګروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
کابل، د سلواغې ۲۶مه، باختر
د کاپیسا په مرکز محمود راقي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال پيل شوې سیالۍ د محمد حنیفه رېګروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ياد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ په نوم د فوټبال دغه سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت مرکز د محمد حنیفه رېګروان د فوټبال ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د محمد حنیفه رېګروان، اتحاد عمل، انقلاب تلشیدا، جوانان نوآباد، امید های فردا، شاهین رېګروان، شاد خان بابا او شاهین کوهبند لوبډلو ګډون کړی وو.
د يادو سیالیو پایلوبه د محمد حنیفه رېګروان او جوانان نوابادلوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د محمد حنیفه رېګروان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول وو او له پايلوبې وروسته يې غوره لوبغاړو ته نغدې جایزې، مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.