د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې پنځه ديرش کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د (پيروزي – ١٦ ) په نامه چاڼيز عمليات ترسره کړل او څو کلي يې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک کړل او د عملياتو په پاى کې پخواني جهادي قوماندان او يوه قومي مخور عبدالحکيم صبور د تګاب ولسوالۍ د پنځه ديرشو اړوند کليو د خلکو په استازيتوب له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او د بېلابېلو کليو څه ناڅه يو زرو دوه سوه تنو اوسيدونکو په خپلو وسلو سره په هغو سيموکې چې د مخالفينو ګواښ احساسيده؛ وګړنى پاڅون پيل کړ او د ملي دفاع او د کورنيو چارو له وزارتونو څخه يې د ملاتړ غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه: هيڅکله به اجازه ورنه کړي چې د دولت مخالفين د تګاب ولسوالۍ په کليوکې خوندي ځاى ځان ته احساس کړي او له دغه ځاى څخه په ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کړي.