امنیت

د کان اته تن غيرقانوني کارګران ونيول شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ دامنيتي ځواکونوپه ګډو عملياتوکې په خپل سر  د دغې ولسوالۍ د کانونو د را ايستلو مخه ونيول شوه.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  محمدسليم نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د امنيتي ځواکونو  ګډ عمليات چې دغبار _ ٢  په نامه  چې دکانونو  دکيندنې او له هېواد څخه بهر ته د هغو د ليږدونې د مخنيوې په موخه په کوه صافي ولسوالۍ کې د قاچاوق وړونکو تروريستي ډلو له خوا ترسره کيدل؛ په برياليتوب سره ترسره شول.
په دغو عملياتو کې د صفرچ د کان اته تنه کارګران چې د طالبانو د ډلې له خوا  د کان د را ايستلو او بهر ته د قيمتي ډبرو دليږدونې دمخنيوې په موخه ددغې ولسوالۍ  په نيلي کلي کې  ګومارل شوي وو، ونيول شول او د هېواد د دښمنانو   د ورانکارو فعاليتونو مخه ونيول شوه.
خبرځاى وويل چې له دغه کان څخه  يوولس ستر او کوچني جنراتورونه، اته شل ليتره بوشکې پطرول او ډيزل او  ١٥ خيمې ، ګاز  ١٥ ډبي، د بروش ٨ ماشينونه، ٣٠ پلاسيتکي فرشونه، ٤٠ شړۍ  او  ٢٠ توشکې چې د ليږدونې امکان يې مساعد نه و، په دغه ځاى کې له منځه يوړل شول او وسوځول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته