ښوونه او روزنه

د کانکور آزموينه واخستل شوه

کابل باختر دسلواغي دويمه :
د کاپيسا ولايت د ليسو څه د پاسه پنځوزروتنو فارغانو د هيواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د کانکور آزموينه ورکړه .
دکاپيسا د البيروني پوهنتون رييس ډاکترفريداحمد برنايار باختر آژانس ته وويل: په روان کال کې د نجونو او هلکانو په ګډون د کاپيسا ولايت د ليسو او مدرسوله دولسمو ټولګيوڅخه څه ناڅه شپږزره دوه سوه تنه فارغ شوي دي چې نږدې پنځو زروتنويې په دې آزموينه کې ګډون وکړ.
ده وويل: دکاپيسا د البيروني پوهنتون د نهو زرو تنومحصلانو ظرفيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته