ښوونه او روزنه

د کانکورآزموینو لومړی پړاو پیل شو

کابل_باختر د کب د مياشتې١٩مه
په هېواد کې د ۱۳۹۵ پر ۱۳۹۶ کال کانکور عمومي آزموینو لومړی پړاو نن له کابل ولایت څخه پیل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوالې ډاکترې فریدې مومند د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل: څرنګه چې پوهیږئ تېر کال د کانکور آزموینه په ډیرې روڼتیا سره ترسره شوه. خو په دې آزموینه کې ځينې ستونزې موجودې وې چې د تېر کال د تجربو پر بنسټ وتوانیدو سږ کال په دې آزموینه کې د بایومتریک سیستم تطبیق کړو او جعل او درغلۍ کچه بیخي ټيټه کړو.
دې وویل: په دې آزموینه کې د وخت بدلون ډیر اغیزمن ثابت شو چې له امله یې د ښوونځیو درسي نصاب بشپړ شو او بل پلوه د هېواد د پوهنتونونو درسي سیستم د بهرنیو هېوادونو له سیستمونو سره یو شان شو.
د لوړو زده کړو وزیرې په تحصیلي بنسټونو کې د جذب په اړه وویل: سږ کال د پوهاند غضنفر روغتیایي انسټیټوټ په ګډون به د هېواد په ټولو لوړو زده کړو دولتي بنسټونو کې ۶۲ زره ۵۶۲ تنه جذب شي او د نیمه لوړو زده کړو بنسټونو لپاره به د پوهنې وزارت له خوا داوطلبان جذب شي.
پوهنوالې مومند زیاته کړه: د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو له اتحادیې سره د هوکړې پر بنسټ به د آزموینو د پایلو له اعلام وروسته، د کانکور آزموینو یو شمېر داوطلبان خصوصي تحصیلي بنسټونو ته په وړیا او بېلابېلو تخفیفونو سره ور وپیژندل شي.
د لوړو زده کړو وزیرې د آزموینې له بهير څخه د لیدنې پر مهال له داوطلبانوڅخه وغوښتل چې په راتلوونکو کلونوکې هیڅ ډول تبدیلي وجود نلري او خپل انتخابونه باید په دقیق ډول وکړي.
د کانکور آزموینو د مسؤلینو په وینا ، سږ کال په کابل کې د کانکور آزموینو لپاره ۴۳ زره تنو نوم لیکنه کړې وه چې په څلورو دوروکې به یې آزموینه واخیستل شي.
ددغو آزموینو په لومړي پړاوکې د ۲۶۱۲ نجونو په ګډون ۸۷۶۳ تنو ګډون کړی و.
د کانکور آزموینو لوى رئیس جاوید رسولي د آزموینو د پروسې په اړه معلومات ورکړل وویل، په تیرو کلونوکې د الکترونیکي درغلۍ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو، خو د نويو اصلاحاتو له مخې وتوانيدلو چې د پوښتنو د ځانګړو کتابچو په چاپ سره د یادې درغلۍ مخه ونیسو.
نوموړي زیاته کړه: بله جدي ستونزه چې تیر کال ورسره مخ وو؛ د آزموینې د اصلي داوطلبانو پر ځای د نورو اشخاصو ګډون و چې تېر کال مو څه باندې زر تنه په آزموینه کې په ګوته او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړل.
رسولي وویل: له نیکه مرغه سږ کال په کانکور آزموینو کې د بایومتریک سیستم په پلي کولو سره په بشپړه توګه دغه ستونزه له منځه تللې او هیڅ څوک نه شي کولی د بل چا پر ځای آزموینه ورکړي.
د يادونې وړ ده چې د جوړ شوي تقسیم اوقات له مخې، به د ټولو ولایتونو آزموینه؛ یوه په بله پسې واخیستل شي.
باید وویل شي چې د سږ کال کانکور آزموینه به د ۱۳۹۶ کال چنګاښ میاشتې تر وروستیو پورې دوام وکړي او پایلې به یې د زمري میاشتې په لومړیو کې اعلام شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته