خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پنجشېر د زمردو کانونو پر اغېزمن مدیریت ټینګار وکړ

کابل، د وږي ۳مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دې لیدنې پر مهال، د پنجشېر ولایت د کانونو ریاست د مسئولینو د فعالیتونو راپور او د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ؛ د زمردو کانونو پر اغېزمن مدیریت او د کان کیندنې پر ښه تنظیم ټینګار کړی او هغوی ته یې لازمې لارښوونې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغه سفر کې، د پنجشېر ولایت له کاني سیمو په ځانګړې توګه د نقره خانه له اوسپنې کان څخه هم لیدنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته